دیني علماء: متعصبین افغانان نه دي

comments 0

هندوکش – کابل: د هېواد د بېلا بېلو زونونو ديني علما او د امنيت شورا مرستيال وايي په هېواد کې د شته نظام، افغان ملي امنيتي ځواکونو غښتلی ملاتړ او د ولسونو يوالی د ستونزو د حل يوازينۍ لاره ده .
دغه څرګندونې د افغانستان د خلکو جهاد او مقاومت له ارزښتونو څخه د ساتنې بهير مشر او د اميت شورا مرستيال جنرال دين محمد جرئت او د هېواد له بېلابېلو زونونو څخه ننګرهار کې راټول شویو ديني علماو او مشرانو يوې سترې غونډې ته د وينا پرمهال وکړې .
ننګرهار د جمعې په ورځ د ولسونو يوالي او له شته نظام څخه د ملاتړ د يوې سترې غونډې کوربه و، چې د جلال اباد ښار په فوټبال سټډيم کې جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د ننګرهار والي ګلاب منګل وویل، ولسمشر محمد اشرف غني تل هڅه کوي ، چې ټول هېوادوال يو موټی او په يوالي سره د ستونزو حل ته رسيدګي وکړي.
دافغانستان دخلکو جهاد او مقاومت له ارزښتونو څخه دساتنې بهير مشر، د ولسمشر سلاکار او د امنيت شورا مرستيال جنرال دين محمد جرات وويل د شته نظام او د افغان ملي امنيتي ځواکونو غښتلی ملاتړ او د ولسونو ترمنځ ټېنګ يوالی کولای شي ، چې په هېواد کې ټولو ستونزو ته دپای ټکی کېږدي .
جنرال دين محمد جرئت وويل: په هېواد کې ځېنې کسان د نورو هېوادونو د ګټو لپاره عامه امنيت ګډوډوي او په هېواد کې د تخريب لپاره کار کوي خو ټېنګار يې وکړ ، چې افغان ولس يوالي ته ژمن دی او هېچاته به د ورانۍ اجازه ورنه کړي.
نوموړي زياته کړه په هېواد کې ژبني ، قومي او سمتي تعصبونه ازمايل شوي ، چې ښه پايله يې نه ده ورکړې نور نو افغانان چاته اجازه نه ورکوي ، چې په دې او هغې نومونو يې په خپلو منځو کې سره وويشي.
په غونډه کې د لويې پکتيا د ديني علماو شورا مشر مولوي سردار د اسلام مبارک دين له نظره په يوالي خبرې وکړې ويې ويل دنورو هېوادونو استخباراتي کړۍ نه غواړي ، چې په افغانستان کې شته اسلامي نظام پاېښت ومومي .
ويناوالو وويل هرڅوک چې په هېواد کې امنيت ګډوډوي ، ملي ګټې زيانمنوي ، د شته نظام د ګډوډولو هڅې کوي او په ټوله کې افغان ملي امنيتي ځواکونه په ډلو وېشي دا ټول پردي پالي دي ، چې په خبره يې هېڅکله به افغانان بېل نه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply