دیني علماء: روژه کې له اصراف ډډه وکړئ

comments 0

هندوکش – کابل: د روژې میاشتې په رارسیدو سره خلک د روژه ماتې لپاره زیات چمتووالی نیسي، خو د خوراک په وخت کې بیا زیات خواړه نه شي خوړلی.
دیني علماء په روژه کې له اندازې د زیاتو خوړو رانیول اصراف یادوی او ټینګار کوي چې نباید روژه کې اصراف وشي.
دیني عالم عبدالباري مدني وایي، د زیات مصرف پر ځای دې غریب او فقیر لپاره روژه ماتی برابر شي چې د ثوابونو میاشت کې یې زیات ثواب وشي.
ډاکټران هم ټینګار کوي چې په روژه کې دې له ګازي مشروباتو او توندونو خوړلو څخه ډډه وشي چې معدې ته زیان رسوي.
ډاکټر سنګین توصیه کوي چې د هر ډول او زیاتو خوړلو پرمهال معده تاب نه شي راوړلی او پکار ده چې خوړلو سره ډير احتیاط وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments