دیني عالمان: د طالبانو جګړه هېڅ دیني بنسټ نلري، ناروا ده

comments 0

هندوکش ــ کابل: دیني عالمان وايي، په هلمند او نورو ولايتونو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري روانه جګړه ناروا او په هېڅ صورت شرعي جنبه نه لري.
دوی د يادې ډلې له لوري د جګړې وروستي شدت ته په پام سره وايي، په دې جګړې کې تر ټولو ډېر زيان عامو ولسي خلکو او عامه بنسټونو ته رسېدلی او په خبره يې له همدې کبله د جګړې ددوام لپاره هېڅ شرعي جواز نشته.
دوی زياتوي چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې پر بهرنيو ځواکونو د يادې ډلې بريدونه بند شوي خو پر افغان ځواکونو بريدونو دوام ته له سياسي ملحوزاتو پرته طالبان شرعي دليل نه لري.
ديني عالم مولوي شریف الله نظري وايي، د اسلامي تاريخ په هېڅ دور کې د افغانستان روان ناوړه او غير شرعي حالت په څېر جګړه‌ييز حالت نه دی پېښ شوی او په خبره يې ټول دخيل اړخونه د دغه وضعيت په سمولو مکلف دي.
مولوي نظري په دې اړه وويل:
«له امریکا سره تړون وشو، دلته خو ټول دولت او ملت مسلمانان دي. هغه چې تازه د هلمند جګړو له کبله بې کوره شوي، هغوی کې خو والله‌ که یو هم کافر وي. دا ناروا عمل دی چې د یو مسلمان ملت پر وړاندې وسله پورته کړې او بیا د جهاد نوم ورکړي. د پېغمبر(ص) د امت په هېڅ تاریخ کې دا نشته چې له کفر سره معاهده وکړه او د مسلمان پر وړاندې جکړه.»
په همدې حال کې ځيني نور ديني عالمان په هلمند او نورو ولايتونو کې وروستۍ جګړه د افغانانو بربادۍ وسيله بولي او زياتوي چې دغه بربادي د هغو کسانو له لوري منظمه پر مخ روانه ده چې د جګړې اور يې بل کړی دی.
مولوي فرمان الله نیازی د وسله‌والو طالبانو پر مشرانو سربېره پر ديني عالمانو هم غږ کوي چې دامهال د جګړې مخنيوی واجب دی او دغه اقشار دې خپل مسووليت ترسره کړي. نوموړي سيحون نيوز ته وويل:
«په خلکو کې بهترين هغه څوک دی چې نورو ته يې ګټه ور رسېږي. الله تعالی نيکي کوونکي خوښوي. دا خو بيا خپل مسلمانان دي.»
د دیني علمانو دغه غبرګون داسې مهال دی چې تازه په قطر کې د وسله‌والو طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ له رسنيو سره په یوه مرکه کې ویلي، ترهغې چې د افغانستان سولې په اړه روان مذاکرات یوې مالومې پایلې ته نه وي رسیدلي، دغه ډله به جګړې ته دوام ورکړي.
دې ډلې پر هلمند سربېره په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د جګړې تاو جاري ساتلی چې په ترڅ کې يې پر ملکي مرګ ژوبلې سربېره ډېرو خلکو د سر خونديتوب په موخه خپل کورونه هم پرېښي او په تش ډاګ ژوند کولو ته اړ شوي دي.
ولسمشر غني هم د هلمند جګړه په کلکو ټکو غندلې او ويلي یې دي چې د افغانانو پر وړاندې دا ډول جګړې ناروا او د وحشت زېږنده دي. نوموړي په هلمند کې جګړه ځپلو کورنیو ته د تسلیت تر څنګ ټولو اړوندو ادارو ته امر کړی چې اړمنو خلکو ته دې بېړنۍ مرستې ورسول شي.
هلمند کې دامهال د روانې جګړې له کبله شاوخوا ۵۰ ښوونځي او مدرسې هم تړل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments