دیني عالمانو په ټاکنو کې د خلکو په وڼډې ټینګار کړی

comments 0

1 Views

هندوکش_کابل: د هېواد دیني عالمانو د راتلونکو ټاکنو په اړه له ټاکنو کمېسیون سره خپلې اندېښنې او مشورې شریکې کړې.
د یني عالمانو په تذکرو د سټیکرو لګول، د نوم لیکني لنډه موده او ټاکنو کې احتمالي درغلۍ هغه څه یاد کړل چې د نوم لیکني پروسه یې ټکنۍ کړې ده.
دیني علماوو له ټاکنو کمېسیون غوښتي چې د ټاکنو په تړاو عامه پوهاوی زیات کړي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې په راتلونکو ټاکنو کې له کمېسیون سره همکاري وکړي.
دیني علماوو باور ښودلی چې د خلکو له همکارۍ او پراخ ګډون پرته د ټاکنو سرتاسري والی او شفافیت تضمین نه دی.
دیني علماوو د اسلام له نظره د رای ورکول یوه وجیبه ګنلې او له خلکو یې غوښتي چې ټاکنو کې وړ کس ته خپله رای وکاروي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د نوم لیکني په پروسه کې د خلکو کمرنګه ونډه د اندېښنې وړ بولي او په دې برخه کې د علماوو په رول ټینګار کوي .
کمېسیون باور ښودلی چې راتلونکو ټاکنو ته پوره ژمن دي چې شفافه یې ترسره کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments