دیني عالمانو د سولې له ملي پروسې څخه ملاتړ وکړ

comments 0

هندوکش ـ کابل: د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو دیني عالمانو په هېواد کې د سولې له ملي پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
یادو دیني عالمانو د سولې ملي پروسې د ملاتړ خبرې د یوې ناستې په ترڅ کې د سولې وزارت له یوه مشاور ښاغلي مولوي عبدالرحمن هوتک سره کړې دي.
د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو څخه راغلو دیني عالمانو ژمنه وکړه،چې د سولې په تړوا هرډول همکارۍ ته چمتو یو.
دیني عالمان وایي،د سولې ملي پروسې د ملاتړ په موخه به د هېواد په ټولو ولایتونو کې منظمې غونډې جوړې کړو.
په یاد ناسته کې د سولې وزارت په استازولۍ مولوي عبدالرحمن هوتک د سولې په پروسه کې د دیني عالمانو ونډه مهمه بللې او په یاده پروسه کې یې د دیني عالمانو همکاري ستایلې ده.
عبید رادپور

Comments