دیني عالمانو د حکومت له هڅو ملاتړ کړی

comments 0

هندوکش – کابل: دیني عالمان د حکومت د اقتصادي، سیاسي، سولې او نورو ملي پروګرامونو ملاتړ کوي.
له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې تېر ماښام یو شمېر دیني عالمانو له ولسمشر سره کتنه کړې او اشرف غني د سولې برخه کې د دیني عالمانو رول مهم ګڼلی.
اشرف غني ویلي، دیني عالمان کولای شي د خلکو، حکومت او منبر ترمنځ واټن راکم او د سولې برخه کې رغنده رول ولوبوي.
دغه راز ولسمشر ویلي، د دې هېواد وجودي فلسفه یوازې او یوازې د اسلام مبارک دین دی او بلې فلسفې ته اړتیا او لېوالتیا نه لري
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments