دکندهار اوسیدونکي وایي،طالبان دې دولس غوښتنه ومني او سوله دې وکړي

comments 0

هندوکش ـ کندهار: په کندهار ولایت کې قومي مشرانو،ځوانانو او دمدني ټولنو استازو دیوه سولیز لاریون په ترڅ کې له طالبانو غوښتي دي،چې دولسونو غوښتنو دې مثبت ځواب ووایي،سوله او اوربنددې وکړي. دیاد ولایت اوسیدونکی وایي،که په هېواد کې سوله او دایمي اوربنددحاکم شي،پرمختیایي چارې به چټکې او اقتصاد به پرمختګ وکړي. دیاد لاریون ګډونوال دسولې دملي پروسې دملاتړ ترڅنګ وایي،که سوله راغله نو دافغان ځواکونو لیکې به نورې هم پیاوړې شي.
عبدالله اڅکزی

Comments