دډیورند فرضي کرښې په اړه انګلیسانو وړانډیز وکړ

comments 0

هندوکش – انګلستان: د انګلستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي وویل چې، پاکستان پر وړاندې د امریکې د مالي فشارونو ستاینه کووم خو افغانستان کې سولې ته د رسیدلو لپاره باید افغان او پاکستان حکومت خبرې وکړي.
نوموړي پاکستان پر وړاندې د امریکې فشارونو په اړه وویل، پاکستان باندې فشار راوستل ددې معني نه ورکوي چې جزا ورکول کیږي، د فشار هدف یواځې دادې چې وسله والو حرکتونه له منځه یورل شي او افغانستان یو امن راتلونکې ولړي
د بیلي په وینا، مونږ افغانستان ته تلپاتې او متعهد یو او افغانستان په موضوع کې روښانه موقف لرو.
نوموړي زیاته کړه، مونږ غواړو چې افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې پیل شي او د خبرو پایله یواځې سوله وي.
د یوه سوال په ځواب کې چې د دیورند موضوع پکې پورته شوې وه نوموړي وویل، زه په دې فکر یم دغې موضوع کې سل کاله مخکې بریتانیا ښکیل وو خو د پام وړ خبره داده چې دغې موضوع په اړه باید افغانستان او پاکستان په ګده پریکړه وکړي نه دریم هیواد.
محمد حنیف بیدار

Comments

Leave a Reply