دپکتیا والي شمیم خان کټوازی وایي،په پکتیا کې جنګیدونکي طالبان دپاکستاني پوځ تقاعد شوي جنرالان دي

comments 0

هندوکش پکتیا: دپکتیا والي شمیم خان کټوازي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي،چې په پکتیا ولایت دطالبانو په نوم جګړه کوونکي طالبان نه بلکې دپاکستان دپوځ تقاعد شوي پوځي جنرالان دي او همدوی جګړه پرمخ بیا یي. نوموړی وایي،له طالبانو او حقاني ترهګرې شبکې سره دپکتیا خلکو اړیکې پرې کړې او له خپلو سیمو څخه یې شړلي دي. نوموړی زیاتوي،چې نوموړې ډلې اوس خپلو ډلو ته له پنجاب اونورو ښارونو څخه پوځي جنرلان راوستي او زمونږ په هېواد کې یې په جګړه بوخت ساتلي دي.
عمران احمدزی

Comments