دپښودپړسوب غوره درملنه

comments 0

ګیلاس (الوبالو)د نورومیوو په څیر تازه او هم وچه میوه ده خواکثر ګیلاس تازه استعمالیږی هره میوه په خپل ځاې دمیوي او یوې درملني په توګه کارول کیږي ځني میوې دڅومرضونو لپاره د درملني کارکوي خو ګیلاس نه یواځې داچې دپښو د پړسوب درملنه ده دوینې په پاکوالي او د بدن په تازګۍ کې مهم رول لري.
روغتیا پوهان وايي ګیلاس د هغو مېوو له ډلې څخه دي چي د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې ښه ونډه لري.
د ګېلاس استعمال د بدن په اوریک اسیدونو کې د پام وړ کمښت راولي او د پښود درد په مخنیوي کې هم مهم رول لري، د ډاکټرانو په باور هره مېوه یو ډول روغتیایي ګټه لري، یعني مېوه د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې هم دیاد ونې وړ ونډه لري
روغتیاپوهانود ګېلاسو د استعمال د ماهیت، او د پښو د درد د اغیزو په اړه څېړنه کړې او ویلي یې دي: یوازي تازه ګېلاس نه بلکې د وچو شوو ګېلاسو اوبه کولای شي د پښو درد په ښه کېدو کې ښه مرسته وکړي..
د پښو درد د ناروغ په وینه کې د ډېرو اوریک اسیدونو له کبله رامنځته کېږي چي بیا وروسته دغه اوریک اسیدونه د مفصلونو په شاوخوا کې یو ځای کېږي او دپښودرد رامنځته کوي، چې نن سبا دپښو د درد او پړسوب ناروغي عامه شوی ده .
دپښو د درد او پړسوب ناروغي ورځ په ورځ مخ په زیاتیدوده چې ۷۵سلنه نارینه او پاتې برخه ېې ښځې دپښو په درد او پړسوب اخته شو ي دي.
روغتیاپوهان واېي درد اوپړسوب دهغو نارینه واوښځوپه پښوکې زیات لیدل کیږي چې د بدن وزن ېې زیات وی که په لومړیوشپږمیاشتوکې ېې درملنه وشي غوره ده اوکه بې غوري وشی او درملنه ېې ونه شی نو دپښوپه ګونډوکې زیړې اوبه پیداشي چې همدا اوبه بیا ښځه وی اوکه نارینه دګرځیدوڅخه وباسي .
په ښځو کې د یادې ناروغۍ سلنه ځکه لیږه ده چي د استروژون هورمونونه ښځې له دې ناروغۍ څخه ژغوري، د دغه رپوټ پر اساس نارینه چي کله بلوغ ووهي وینه یې په تدریجي ډول ډېر اوریک اسیدونه جذبوي، خو په ښځو کې بیا له زېږون وروسته دغه پړاو پیلیږي.
د روغتیاپوهانوپه باور په ګیلاس کي یو ډول انزایم شته چي له بدن څخه د اوریک اسیدونو په را ویستو کې مرسته کوي، هغه خواړه چې دبدن دچاغوالي سبب ګرځي د۴۵ کلنۍ وروسته ېې په خوراک کې کموالی راوستل ضروري دی چې کله دانسان وزن زیات شی پښې ېې بیا دوزن داخستلو له توانه وغورځیږي.
ګیلاس هغه میوه ده چې پخواپه خپل موسم کې استعمالیده خو نن وخت چې ېې دنورومیوو په څیر شیره یاجوس استل کیږي هروخت داستعمال وړده چې دکم عمره ماشومانو وینه اورنګ په اسانۍ سره تازه کوي.

Comments