ديني علما: په روژه کې طالباني وحشتونه اسلام ته سپکاوی دی

comments 0

هندوکش ـ کابل: پرون په خوست کې طالبانو د روژې د مبارکې مياشتې په لومړۍ نيټه په ځانمرګي بريد کې له ملکي وګړو ژوند واخيست.
هغه برید چې په خوست کې وشو د ځايي خلکو په خبره پنځه ويشت قربانیان يي ټول ملکي وګړي وو.
که څه طالبانو په ټولنيزو رسنیو کې ډير کوښښ وکړ دا بريد پر نظاميانو وښيي ولې له سیمې اخيستل شوي انځورونه ښيي چې د بريد قربانيان ټول ملکي وګړي دي.
په دې تړاو په کابل کې پرون ديني علماوو رسنیو ته ويلي دي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د طالبانو دا وحشتونه په اسلام ملنډي دي.
ديني عالم مولوي فضل الهادي هندوکش ته وويل:« په اسلام کې روژه يو مهم رکن دی خصوصا په داسې سخته ګرمې کې روژه نيول د مسلمان متانت اوميړانه ښيي خو په همدې مبارکه ورځ پر خلکو د ترحم پر ځای د طالبانو له لوري هر کيدونکی ظلم له اسلام سره په ټکر کې دی.»
ياد ديني عالم وويل:« طالبان وحشتونه کوي، په اسلام کې حتی په جګړه کې هم سپين ږیری، ماشوم، ملکي وګړی، میرمنې، ونې، بوټي،څاروي او… مصون دي خو طالب د اسلام په نوم د اسلام د نوم بدۍ هغه پروژه ده چې حتی د روژې په دې عظيمه مياشت کې هم پر خلکو ترحم نه کوي.»
دې ديني عالم وويل چې اسلام د سولې، مینې، زړه سوي او عاطفې دين دی او هغه څه چې طالب کوي نه پکې اسلاميت شته او نه هم پکې ترحم يا عاطفه بلکه مطلق کفري اعمال دي.
ديني عالم او څيړونکي مولوي عبدالله المدني بیا په خوست کې شوی وحشت په اصل کې د کفارو د پياوړتيا لپاره پلمه بولي.
نوموړی وايي:« څنګه یو کافر ته ويلی شو چې اسلام د مینې او زړه سوي دين دی؟آيا که کافر و وايي چې دا په خوست کې شوی وحشت نو کوم اسلاميت، ترحم، زړه سوی او مينه وه زموږ ځواب به ورته څه وي؟طالبان په دې ډول وحشتونو سره د اسلام په اړه د عقلي دلايلو او کفارو د قانع کيدو په خاطر زموږ منطق له منځه وړي.»
نوموړي زیاته کړه:« اندونیزیا ته تلی ووم لومړی وار چې ولاړم له موږ سره کفارو هم په اسلام څيړنې کولې ډيرې داسې خبرې وې چې دوی مو قانع کولای شوای خو تیر کال چې کله بیا ولاړم نو له کفري ممالکو د تحقيق په خاطر راغلو محصلینو ته مو په ډيرو مواردوکې ځواب نه درلود ښه مې ياد شي چې کله د اسلام د ميړانې او ننګ خبره موږ ورته وکړه دوی راته وويل چې آيا په عراق کې د داعش له لوري د یزیدیانو د ښځو برمته کول او يا د زناوو لپاره ښځې خپلو لیکو ته ور بلل میړانه ده؟ چې کله مو بیا د اسلاميت خبره کوله راته به يي ويل چې په افغانستان کې په جوماتونو کې بمي بريدونه هم اسلاميت دی، د مسلمان وژل هم انسانیت دی.»
نوموړی وايي چې دلته ډيری ديني علما له د باندې او د طالب له لاسه د اسلام په اړه د رامنځ ته شوي نظر په تړاو هيڅ معلومات نلري او چوپ دي خو په خبره يي د ترهګرو پر وړاندې زموږ چوپتيا به تر ډیره د اسلام نوم بدۍ او د افغانستان شرمولو ته زمينه سازي وکړي.
بلخوا د خوست شوی وحشت په ټولنیزو پاڼو کې هم ډيرو شریک کړی دی يو تن لیکلي دي:« افسوس طالب کفارو ته هم شرمنده کړو ځکه کافر د روژې مبارکي راکړه او طالب پکې شهيد کړم…. يو بل ليکلي دي: زه يي څنګه ومنم چې نن روژه ده او روژه د خیر او برکت مياشت ده ځکه که دا خبره رښتيا وي ولې يي طالب نه مني ځکه طالب خو د خدايي دعوه کړې او په مبارکه مياشت کې ما په شهادت رسوی.»

Comments

Leave a Reply