دين، ملكيت، اقتدار: ايمل جلا

comments 0

د روژې په سر كې نجيب ننګيال ليكلي و چې حتى هندوانو هم د روژې په احترام اوربند اعلان كړى او په كشمير كې يې د عملياتو د نه كولو خبر وركړى. يو چا ورته په ځواب كې ليكلي و چې ” د بدر غزا په روژه كې شوې وه!”

دا جالب منطق دى خو دې ته په كتلو سره د روانې جګړې ټوله پړه پر دين اچول بې انصافي او له مسئوليته تېښته ده. د افغاني جګړې د ديني مشروعيت يوه سرچينه پخپله دين نه دى بلكې د دين يرغمل كول او ترې خصوصي ملكيت جوړول دي. هر كله چې يوې ايډيولوژۍ د ديني مقدساتو ملكيت خپل كړ په ټولنه كې ورته د اقتدار دروازې تر آخره خلاصيږي. ځكه دا ډول ايډيولوژي عادي دينداران هم د ځان ملكيت بولي. په بل عبارت، دا ايډيولوژي چې دين يې اشغال كړى دى او لكه ځمكه او پټى يې خپل شخصي ملكيت ګرځولى دى، چاته اجازه نه وركوي چې په كې خبرې وكړي. دا ايډيولوژي خلكو ته وايي چې دوه لارې لرئ: يا بايد هغه څه ومنئ چې د دين د مالكانو په توګه يې موږ درته وايو او يا مو له خپل ملكيته شړو. په مذهبي او سنتي ټولنو كې له دې دايرې نه د ويستل كېدلو سزا خو درته معلومه ده. مثلاً دا د “كافر شوې!” ټاپې چې سختې رواج دي، د يرغمل شوي دين د ايډيولوژۍ د فعاليت د څرنګوالي ښه بېلګه ده. نور مثالونه يې هم دركوم.

دا دومره خطرناكه ايډيولوژي ده چې د وخت په تېرېدلو سره په كرار كراه د ټولنيز او شخصي ژوند ټولو اړخونو ته نفوذ كوي او له خپلو لارويانو نه د مطلق اطاعت تمه پيدا كوي. حتى خبره دې سرحد ته ورسيږي چې انسان داوطلبانه غلامۍ ته غاړه كېږدي. بيا نو ته مجبور يې چې حتى په بستره كې هم له حاكمې ايډيولوژۍ پوښتنه وكړې چې د خپلې مېرمنې سره څنګه قرابت وكړې او څنګه يې ونكړې. ددې ايډيولوژۍ د اقتدار د ټينګښت او دوام مهمه ستراتيژي دا ده چې په منظم ډول وخت په وخت له خپلو لارويانو غواړي چې اقتدار ته خپل اطاعت ثابت كړي. يعنې اقتدار ستاسې د ورځني اطاعت د څرنګوالي په اړه درنه راپور غواړي. همدا راپورونه ستاسې د ديندارۍ كچه معلوموي. دينداران مجبور دي چې د خپلې ديندارۍ د ثابتولو په موخه تر خپلې وسې پورې ريا او درغليو ته مخه كړي. اوس د څو ځلي حجونو، عمرو، سپينو جامو، عطرونو او تسبو نه نيولې په فېسبوك كې د روژه ماتي او پيشلمي د پوسټونو پورې د خلكو ټولنې كړنې ذهن ته راوړئ او يو ځل ورته له دې زاويې هم وګورئ!

پخوا په افغانستان كې ځكه سوله او آرامي وه چې نېكونو مو په داسې حقيقي دين باور درلود چې مالك يې هغه ذات و چې پر ټول عالم د رحمت لپاره يې را لېږلى و. له كله چې د اخوانيزم، وهابيزم، سلفيزم او نورو ايزمونو تر نامه لاندې ايډيولوژيو زموږ ترمېنځ نفوذ كړى دى، موږ ښه ورځ نه ده ليدلې. دې ايډيولوژيو لومړى دين اشغال كړ، خپل ملكيت يې وګرځولو او بيا يې زموږ پلرونه او نېكونه ترې وشړل. د پاكستان، مصر، سعودي او … په ايډيولوژيكي فابريكو كې توليد شويو روباټونو راته دين او ديني ژوند له سره تعريف كړ.

كلونه وړاندې همداسې د روژې مياشت وه. په جلال آباد كې مو د خپل يو سلفي خپلوان سره چې غالباً د اكوړې له مدرسې نه يې تازه د حديثو دوره كړې وه، د رفع اليدين او ۲۰ ركعته او ۸ ركعته تراوېحو پر سر جنجال شو. نوره كيسه رانه هېره ده خو ماته يې په ډېر حق به جانب انداز مثال راكړ چې «كه ته چېرې د ټماټرو رېړې “کراچۍ” ته ولاړ يې او ټماټر اخلې او رېړې والا هم درته ووايي چې په خپله خوښه كڅوړه ډكه كړه. ته به كوم ټماټر كڅوړې ته اچوې؟ تك سره او كلك ټماټر او كه وراسته شوي او خوړين ټماټر؟» بيا يې زیاته كړه چې « ته چې په ټماټرو كې له دومره دقته كار اخلې نو ولې د دين په مسايلو كې بې غوري كوې. دين هم د ټماټرو په شان دى. اول به هغه رېړې ته ورځې چې ښايسته ټماټر ولري، بيا به په كې تك سره او كلك كڅوړې ته اچوې!»

دا كيسه كټ مټ پر هغه چا تصديق كوي چې ايډيولوژيكي فابريكې داسې عيار كړى دى چې د مور او پلار مخې ته درېدلو ته هم تيار دى. مثلاً ددې سړي او د هغه چا ترمېنځ هېڅ توپير نشته چې وايي ” د بدر غزا هم په روژه كې شوې وه.” البته دوى اشخاص دي خو كلي قاعده په نورو هم دلالت كوي. ددې نور څرګند مثالونه همدا داعشي ذهنيت دى چې هم د كوكاكولا بوتلونو ته اور اچوي او هم د كرېكټ سيالي او د نوروز خوشالي په وينو لړي. تر هغه پورې چې خپل دين مو ددې خطرناكې ايډيولوژۍ له زولنو نه وي خلاص كړى، نه به په كور كې كرار ولرو، نه به په جومات كې او نه به هم په فېسبوك كې. مخامخ دين ته ښكنځلې او بد رد ويل ددې ايډيولوژۍ پر اور د تېلو د پاشلو په معنا دي.

ایمل جلال

 

Comments