دوو ولایتونو کې ۶ تنه غیرمسووله وسلوال نیول شوي دي

comments 0

هندوکش ـ سمنګان: تېره شپه د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د فېروز نخچیر ولسوالۍ په اړوند سیمو کې څلور غیرمسووله وسلوال له څلور میله کلاشینکوفونو او دوه عرادو موټرسایکلونو سره یوځای نیول شوي دي.
بلخوا د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د سرپل ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې دوه غیرمسووله وسلوال له دوه میله وسلو سره نیولي دي.
عاطفه مصمم

Comments