دوه ډوله ټاکنې وځنډيدې

comments 0

هندوکش – کابل: د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې نه شي کولی په یو وخت درې ډوله ټاکنې وکړي.
د ټاکنو کمېسیون رییسې هوا عالم نورستانۍ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د میزان په ۶مه یواځې ولسمشریزه ټاکنې کولی شي.
تر دې وړاندې کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو تر څنګ د غزني پارلمانی او د ټولو ولایتونو د ولایتي شوراګانو ټاکنو ته چمتووالی نیوه.
د ټاکنو کمېسیون رییسه وایي، په یو وخت د درې ډول ټاکنو لپاره بشري سرچینې او ظرفیت نه لري، نو د میزان په ۶مه به یواځې ولسمشریزه ټاکنې وکړي.
هوا عالم نورستانۍ وایي، په دې پریکړې سره یې د ټاکنو لپاره اټکل بودجه هم راکمه کړې او اوس اړتیا ده چې حکومت د بودجې او امنیت غم وخوري.
له دې سره یوځای ارګ کې ولسمشر غني له امنیتي او دفاعي ارګانونو سره غونډه کې بحث کړی چې څنګه د روانو ټاکنو امنیت خوندي شي.
امنیتي او دفاعي ارګانونو مشرانو ډاډ ښودلی چې د ټاکنو امنیت به خوندي کوي او سرتاسري ټاکنو ته به زمینه برابروي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments