دوه پآکستاني وسله وال ووژل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لورې عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې دوه پاکستاني وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې په عملیاتو کې د نصرالله او پهلوان په نومونو دوه وسله وال طالبان له دې نورو شکمنو کسانو سره نیول شوي دي.
د خبرپآڼې د مالوماتو په اساس، د دې عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دوه عرادې موټر سایکلونه،یو عراده سراچه ډوله موټر او یوه اندازه چاودیدونکې توکې هم لمنځه وړل شوي دي .
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply