دوه ولایتونو کې د وسلو درې قاچاقبران له زرګونه ډزه ګولیو او جنګي مهماتو سره ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ لوګر: د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په خوښۍ ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د جنګي تسلېحاتو یو قاچاقبر د ګولیو له ۳۶ بکسونو “سلګونه ډزه د دهشکې او زیکویک ګولیو” سره نیولی دی.
بل‌‌خوا د تخار ولایت د تالقان ښار د “تنګي فرخار” په سیمه کې د وسلو دوه قاچاقبران د بېلابېل ډوله وسلو له زرګونه ډزو ګولیو سره نیول شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments