دوه فرمانونو کې خبرداری

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر امنيتي او ملکي ادارو ته د ټاکنو په پروسه کې د نه لاسوهنې دوه فرمانونه ورکړل.
ولسمشر په يوه تازه فرمان کې له ټولو امنيتي ادارو غوښتي چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د ښه تر سره کېدو په موخه لازم امنيتي تدابير ونيسي.
ولسمشر په دې فرمانونو کې له ټولو وزارتونو او ادارو غوښتي چې د ټاکنو په پروسه کې د کارکوونکو د نه لاسوهنې لارښود ترتيب او ملي امنيت شورا ته يې واستوي.
د فرمانونو د لارښوونې په اساس هر هغه څوک ،چې د ياد فرمان له مادو سرغړونه وکړي عدلي او قضايي ادارو ته به معرفي شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments