دوه تنه د هدفي وژنو او غلا په تور ونيول شول

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ حلقوي سړک سيمه کې تېره شپه د پوليسو ځانګړو عملياتو په ترڅ کې دوه تنه شريف الله او شفيق الله د هدفي وژنو او غلا په تور د دوه ميله وسلو سره يو ځای ونيول شول.
د معلوماتو له مخې ياد کسان، چې د وسله والو مخالفينو سره نږدې اړيکې لري د دولتي کار کوونکو په ترور، هدفي وژنو او غلاو کې لاس لري.
دغه کسانو سره د نيول کېدو پر مهال يو ميل بې اوازه جرمني تومانچه، يو ميل چنايي تومانچه، يو سيټ GPS، درې سيټه مبايلونه، څلور سوه امریکايي ډالر، يو شمېر مرمۍ او يو عراده موټر سايکل نيول شوي دي.
نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او تر پوښتنو لاندې دي.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply