دوهم ډول د لرګيو سيخ کباب

comments 0

0 Views

اړين مواد:
1. د پسه توري غوښي يو کېلو .
2. کوټل سوې اوږه او ادرک دوې د خوړو کاچوغي .
3. زيره يوه د چايو کاچوغه .
4. د ګشنيز تخم يوه د چايو کاچوغه .
5. د لېمبو اوبه يوه د خوړو کاچوغه .
6. تور مرچ يوه د خوړو کاچوغه .
7. مستې درې د خوړو کاچوغي .
8. غوړي دوې د خوړو کاچوغي .
9. کوچي څلور د خوړو کاچوغي.
10. شيدې نيم ګيلاس .
11. بادام او کاجو يوه د خوړو کاچوغه .
12. کريم (ملايي) ١٠٠ ګرامه .
13. مالګه او مرچک د ضرورت په اندازه .
14. د انځر غوره يوه د خوړو کاچوغه.
د پخېدو ترتيب:
ټوله مساله په مستو کي واچوئ. د لېمبو اوبه هم ور واچوئ، غوښي پکښي اخته کړئ د ٢٤ ساعتو لپاره يې کښېږدئ. بيا دغه غوښي په سيخانو و پېيئ او پر سکرو يې کباب کړئ.
بيا په يوه کوچني دېګ کي کوچي ويلي کړئ، شيدې ور واچوئ، ميده سوي بادام او کريم هم ور واچوئ، پاخه يې کړئ. تر څو ګاټه سي. بيا دغه کباب په يوه دېش کي واچوئ پر سر يې دغه ساس واچوئ د تودې ډوډۍ سره يې وخورئ.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply