د امريکې د امنيت شورا سلاکار: پاکستان مجبوروو چې دحقاني شبکې له ملاتړ څخه لاس واخلي

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرامپ د امنيت شورا سلاکار ويلي دي دوی به پاکستان اړباسي چې د حقاني شبکې له ملاتړ څخه لاس واخلي.

مک مستړ دغه خبرې تیره ورځ د اسد پر څوارلمسې دغې خبري شبکې سره کړي وو.
د امریکا متحده ایالات د ملي امنیت سلاکار وویل چې: ولسمشر دونالد دا واضیح کړه چې سیمه ییزو لورو په چلند کې باید بدلون راشي او پاکستان دې باید د طالبان او حقاني شبکې ملاتر کم کړي.
دغې مرکې کې مک مستر زیاته کړه: د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر متعهد دی چې د اسلامي دولت وسله واله ډله باید له منځه ولاړه شي اود امریکایانو امنیت ته لومړیتوب ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو کړنلاره نه ده څرګنده شوې او دا چې کله څرګندیږي مشخصه نیټه ورته نه ده تاکل شوې.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply