دونالد تړامپ کیوین مک الینان د امریکا کورني وزیر په توګه وګماره

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا سپینې ماڼۍ نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د امریکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزیر کیرستن نیلسن له خپلې دندې استعفا کوي او پر ځای کیوین مک الینان ټاکل کیږي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د نیلسن سره د لیدنې نه وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې د هغه د استعفا خبر خپور کړ.
ټرمپ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د امریکا د کورني امنیت وزیر کیرستن نیلسن له خپلې دندې جلا کیږي . ټرمپ د کړو خدماتو له امله د هغه نه مننه کړې ده .
د امریکا د خبري رسنیو د خبر له مخې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ پدې وروستیو کې د کورني امنیت د وزیر کیرستن نیلسن سره د منځني امریکا د هیوادونو کډوالو ته د کډوالۍ د مراجعې کولو د حق د ورکولو له امله جدي اختلاف د نظر پیدا کړی وو.
ویل کیږي د کورني امنیت وزیر سپینې ماڼۍ ته د خپلې استعفا د وړاندې کولو په خاطر نه بلکې د کډوالۍ او ګمرکاتو په اداره کې د ځینو نویو ټاکنو او پدې ادارو کې د د بعضو اصلاحاتو راوستو په مسلې د خبرو په خاطر تللی وو.
فکور نعیمي

Comments