دولس ولسوالیو کې ټاکنې نه کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي، د ټاکنو د امنیت لپاره پلانونه بشپړ شوي او زیاتو سیمو کې افغان ځواکونو عملیات پیل کړي.
د کورنیو او دفاع وزارتونه ډاډ ورکړ چې دا ځل ټاکنې به په امنیتي فضاء کې وشي او هیڅ داسې ګواښ نشته چې د ټاکنو پروسه سبوتاژ کړي.
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وویل چې پوځ د هېواد په هغو سیمو کې په عملیاتو بوخت دی چې د ټاکنو لپاره ګواښ پکې شته دی.
له دې سره یوځای د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل چې افغان پولیس د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت خوندي کړی او خلک کولای شي په ډاډه زړه نوم لیکنه وکړي او د ټاکنو لپاره چمتووالی ونیسی.
له دې سره د ولسي جرګې ځیني غړي په لیرې پرتو سیمو کې د نوم لیکنې او ټاکنو په تړاو انديښنې لري او له امنیتي ادارو غواړي چې خلکو ته ډاډمن امنیت برابر کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments