دولسي جرګې یوه غړي د ملي اردو ځانګړي سرتیري ته درناوي ترسره کړ

comments 0

هندوکش ــ کابل: تیره ورځ دملي اردو دځانګړو ځواکونو په فراغت غوڼده کې په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازي غلام حسین ناصر دافغان ځواکونو میړانې او قربانۍ وستایلې اوله افغان سرتیرو یې مننه وکړه،چې په سختو حالاتو کې دوطن اوخاروې څخه ساتنه کوي.
په غوڼده کې دولسي جرګې یاد استازي دملي اردو دځانګړو ځواکونو دیوه سرتیري لاس له دې امله ښکل کړ،چې دسرپه بدله کې له افغانستان ساتنه کوي.
یاد استازي فازغ شوو سرتیرو ته سپارښتنه وکړه، چې په خپلو لیکو کې به ملی یووالی ته ځانګړې پاملرنه کوئ.
یادونه:تیره ورځ دملي اردو دځانګړو ځواکونو له قول اردو څخه د۱۰۰۰ تنو په شاوخواکې سرتیرو دفراغت سندونه ترلاسه کړل اوځانونه دوطن اوخلکو دخدمت لپاره چمتو کړل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments