دولت وزیري: پاکستان له همغږۍ پرته په غیرقانوني توګه عملیات پیل کړي دي

comments 0

هندوکش – کابل: له هغه وروسته چې د افغان او پاکستان حکومت ترمنځ د ترهګرو پر وړاندې دډیورند کرښې دوارو غاړو ته هوکړه وشوه اوس افغان ځواکونه په دې باور دي چې خیبر څلو عملیات بی ګټه دي.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته ویلي چې: پاکستان او افغان اړخ له ترهګرۍ سره د ډيورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړو کې د ګډو عملیاتو پرېکړه کړې وه، خو پاکستان له همغږۍ پرته په غیر قانوني توګه عملیات پيل کړي دي او په دې سره ترهګر نه یوازې دا چې ځپل کېږي نه بلکې تر دې پیاوړي کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې: موږ له پاکستان سره په دې شرط د ګډو عملیاتو پرېکړه کړې وه ، چې دوی به په هغه ځایونو کې ترهګر په نښه کوي چې افغان حکومت یې ورته ښيي، دوی باید په سترو ښارونو کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي او همدا راز د ډیورنډ فرضي کرښې په هغه لوري کې د ترهګرو پر شته پټنځایونو بریدونه وکړي، خو دوی برعکس د ترهګرو اصلي مرکزونه پرې اېښي دي؛ د هغو طالبانو او داعشیانو پر وړاندې جګړه کوي چې د پاکستان ضد دي.
په دې اړه بیا د پاکستان دفاع وزارت ویلي دې چې تر عملیاتو مخکې افغان ځواکونوته تر خبر ورکول شوې وو.
د یادونې وړ دې چې د پاکستان دوه مخې سیاست ددې لامل شوې چې افغان حکومت او نړیوال په دې باور رسیدلي چې پاکستان ترهګرو پر وړاندې مبارزې کې ریښتینې نه دې.
سپوږمۍ پوپلزی.

Comments

Leave a Reply