دولت وزیري: موږ په توره بوره کې داعش له منځه وړو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته وویل چې د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالې کې داعش ډلې پر وړاندې عملیات ادامه لړي او ډیر ژړ به داعش ډله دغه استراتیژیکې نقطې نه لړې کړو.
دولت وزیري وایې چې اوس مهال امنیتي ځواکونو پچیراګام ته استول شوي دي او دیړ ژړ او پرته له کومه ځنده به داعش ډلې پر وړاندې د دغې ډلې ویستولو عملیاتو په لاړه واچول شي.
دغه مهمه برخه (توره بوره) دوه ورځې وړاندې داعش او طالب ډلې په خپل منځي جګره کې دداعش ډلې تر ولکې لاندې راغله چې اوس دولت غواړي دغه سیمه خپل کنترول لاندې رواړي.
د راپورونو پر بنست ۵۵۰ کورونو تر هغې وروسته له دغې سیمې ووتل چې داعش ډله وتوانیده دغه سیمه په پوره توګه تر کنترول لاندې راوړي.
د یادونې وړ دې چې تر دې مخکې توره بوره د اسامه بن لادن پټن ځاې وه چې د القاعده ډلې مشري په غاړه درلودله.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply