دولت اباد کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: د بلخ دولت اباد ولسوالۍ کې د یو قومندان په ګډون ۴ طالبان وژل شوي .
د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري ویلي، نښته تیره ورځ د دولت اباد ولسوالۍ په قلتاق کلي کې شوې ده.
قادري د وژل شوي طالب قوماندان نوم ملا جنت ګل ښودلی دی.
دولت اباد په بلخ کې هغه ولسوالي ده چې طالبان پکې فعالیت کوي، خو افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو او هوايي بریدونو کې وارخطا کړي دي.
عاطمه مصمم

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply