دولتي کارمندانو ته د ولسمشر خبرداری

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر غني وایي، هغه لوړپوړي دولتي چارواکي چې د شتمنیو په ثبت کې همکاري نه کوي باید معاش یې قطع او که بیا یې هم خپله شتمني ثبت نه کړه، نو له دندې دې لرې شي.
دغه راز ولسمشر غني مخابراتو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي ریاست سره دې د ډیټابیس په جوړولو کې همکاري وکړي
او د ځمکو ادارې ته یې هم لارښوونه کړې چې د لوړ پوړو مقاماتو د ځمکو په ثبیت کې ورسره مرسته وکړي.
تیره ورځ د شتمنیو د ثبت او ارزونې ادارې مسوولې ناهید ایثار د لوړ پوړو دولتي مقاماتو د شتمنیو د ثبت بهیر کې د پرمختګونو او ننګونو سربیره د دغه بهیر د ګړندیتوب راپور ولسمشر ته وړاندې کړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments