دوستم: هند په افغانستان کې د جمهوریت ملاتړ کوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال مارشا دوستم ویلي، هند په افغانستان کې د جمهوریت او ولسواکۍ ملاتړ دی.
هغه هند ته له خپل وروستي سفر وروسته زیاته کړې، چې هند د سولې له هغې پروسې ملاتړ کوي چې تېرې لاسته راوړنې او جمهوریت په کې خوندي وي.
نوموړي ټينګار کړی دی، چې یوازې هند نه، بلکې د سیمې نور اکثریت هېوادونه هم افغانستان کې له جمهوریت ملاتړ کوي او په دې برخه کې يې هغه ته ډاډ ورکړی دی.
د مارشال دوستم په خبره، ترکیې هم ورته ډاډ ورکړی دی چې راتلونکي کې به د افغانستان لاس نیوی کوي او یوازې به یې نه پرېږدي.
دوستم تازه د سیمې له یو شمېر هېوادونو لیدنه کړې ده او له چارواکیو سره يې پر افغان سوله خبرې کړې دي.
عبید رادپور

Comments