دوستم ته د کابینې غونډو کې د ګډون اجازه نه ورکول کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نژدې کسان ادعا کوي چې ولسمشر دوستم ته په رسمي ناستو کې اجازه نه ورکوي
جنرال دوستم د خپلو کړنو په مت ځان منزوي کړی هغه په جوزجان کې د ایشجي له قضیې وروسته تر ډېره په رسمي غونډو کې نه دی لیدل شوی کله چې نومړوي په شمال کې د جګړې مشري کوله له هغه نه راپدې خو بیا یوازي ډېر کابل ته هم راغلی دی.
د راپورونو پر اساس ویل شوي چې ددې دولت له پیله تراوسه له دوستم سره داسې کیږي چې له مخې ته يې نوموړی هیڅ یوې رسمي غونډې ته نه بلل کیږي او نه هم ورته د ګډون اجازه ورکول کیږي.
مالومات ښيې چې د جنرال دوستم پلویان وايي ددې پوښتنې ځواب یوازي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره دی چې ولې خپل لومړي مرستیال سره داسې کوي او په رسمي غونډو کې يې له ناستو منعه کوي.

د جنرال عبدالرشید دوستم د جنجالي رول او شخصیت په هکله د افغان دولت د دريځ بیلابیلا راپورنه خپاره شول خو کله به پرنوموړي عملي او کله به رد شول.
د۔جنرال دوستم او احمد اېشچې ترمنځ د یو لړ کشالو وروسته دوستم افغانستان ترک کړی وو چې نژدې دوه نیم کاله وروسته افغانستان ته را ستون شوی له اېشچې سره تر ستونزو وروسته یې دا لومړی ځل دی چې شمال ته ځي.
عبدالرشید دوستم دوه ورځې وړاندې افغانستان ته راغلی خو کله چې نوموړي غوښتل مزار ته پر لارې وو، وسلوال برید پرې شوی چې دی روغ ترې وتلی او یو ساتوونکی يې وژل شوی او څو نورو ټپیان دي.
دوستم تردې تګ وړاندې په چلنج ویلي وو چې که ولسشمر اجازه راکړي نو په لنډ وخت به د افغانستان له شمال څخه طالبان ورک کړم او دلته به هیڅ طالب پاتي نشي.
سرچینه: خبریال

Comments