دوربابا کې پروژې ګټنې ته وړاندې شوې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: په دور بابا ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۲،۲ کیلومتره نوي سرک د جوړیدو چاری پیل شوې .
د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د ولسي تړون پروګرام ترچتر لاندې په دور بابا ولسوالۍ کې څه د پاسه دوه میلیونه افغانیو په لګښت ۲.۲ کیلومتره نوي سرک جوړیدو چارې په چټکۍ سره پرمخ ځی.
د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې رییس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل دغه سرک د هدیرې نومې کلې څخه پیل او تر شلګر کلي پورې رسیږي، چې د جوړیدو چارې قرارداد یې د باغ مینې شورا سره ترسره شوی دی .
دغه سرک نوی جوړیږي، چی نږدې ۱۵۰ هغو کورنیو ته به ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې کړي چې تردې وړاندې له ډیرو ستونزو سره لاس ګریوان وې.
فرهاد شهراني

Comments