دواخان مینه پال: څوګ چې د سولې غږ ته په جګړې ځواب ورکوي خپل غچ به اخلو

comments 0

هندوکش – کابل : ولسمشرې ماڼې له هر هغه ترهګر او په جګړه بوخت ډلې غچ اخلي چې افغان وګړي وژني.
تیره اونې افغان ملکیانو او امنیتي سرتیرو لپاره خونړې اونۍ وه چې له امله یی کندهار، هلمند، زابل، هرات، ننګرهار او خوست کې ګنو افغان پوځیانو او ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دوا خان مینه پال د ولسمشر د ویاند مرستیال وایي چې: د هر نظامي او ملکي افغان غچ به له هر وسله واله او ترهګره ډلې اخلو چې د سولي غږ ته په جګرو او وحشتونو نه ځواب ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو دلو له هغه وروسته نوموړو ولایاتو کې جګړی ته زور ورکه چې افغان ولسمشر له دوی د روژې درناوي په خاطر د سولې غوښتنه وکړه.
د ولسمشر د ویاند مرستیال وایي: افغان ځواکونه پیاوړي دي او د ترهګرو پر وړاندي عزم او قوت ترڅنګ جنګې مورال لري او کولاې شي د ترهګرو پر وراندې کامیابي حاصله کړي.
خو د ملي دفاع وزارت بیا د احتمالي بریدونو پر وړاندې پوره چمتوالې نیولې دې.

سپوژمی پوپلزی

Comments

Leave a Reply