ده یک کې طالبان نیول شوي

comments 0

هندوکش – غزنی: د غزني په ده یک ولسوالۍ کې کمانډو ځواکونو ځانګړي عملیات کړي چې دې طالبان یې پکې نیولي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وایي، تېره شپه افغان کمانډو ځواکونو د ده یک ولسوالۍ میتر سیمه کې د کشفي راپور په اساس عملیات کړي چې درې مهم طالبان یې پرته له کومو تلفاتو نیولي دي.
د نوري په خبره، د ده یک ولسوالۍ ځینو سیمو کې طالبان شته چې د پلان شویو عملیاتو تر څنګه کله ـ کله پرې ځانګړي عملیات هم کیږي.
شاه رسول غزنوی

Comments

Leave a Reply