دهرات اوسیدونکو دسولې په ملاتړ یو سولییز لاریون ترسره کړ

comments 0

 

هندوکش ـ هرات: په هرات ولایت کې دیني عالمانو،قومي مشرانو،ځوانانو دسولې او اوربند په ملاتړ یو سولییز لاریون ترسره کړ دلاریون ګډونوالو په یوه غږ سره دسولې او اوربند غوښتنه کوله او دجګړې له ښکیلو اړخونو په ځانګړي ډول له طالبانو څخه وغوښتل،چې له افغان حکومت سره دې بین الافغاني خبرو ته ځانونه چمتو کړي. یادوګډونوالو له ټولو هېوادوالو څخه وغوښتل،چې په هېوادکې دیوې دایمي سولې دراتلو لپاره هر ډول همکاري وکړي.

امیرحسین سلجوقی

Comments