دننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوي والي ووژل شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: تېره ورځ دننګرهار دشیرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دطالبانو لپاره نومول شوي والي او ورسره ګڼ نورمهم طالب چارواکې هم شامل وه وژل شوي دي
دځایې اوسېدونکو په وینا یاد وسله وال پنجابي پوځیان دي چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي دوی دوسله والو دلباس نه په استفادي په دغه سیمو کې عملیات کول دسیمې اوسېدونکو په وینا چې دغه وسله والو په پښتو ژبه خبرې هم نه شوای کولی
د ځايي خلکو په وینا د شیرزادولسوالۍ په اکثره سیمو کې داسي وسله وال اوس هم لیدل کیږي چې ددغه ولسوالۍ په ځېنو سیمو کې فعالیتونه ترسره کوي او دکورونو څخه په زوره ډوډۍ اخلي او خلک ګواښي
سرچينې وايي په دغه وسله والو کې دخوګیاڼو ولسوالۍ دطالبانو مشرملا نیک محمد هم ددغه پنجابي پوځیانو په ډله کې شامل دي.
فرهاد شهراني
سرچینه : انعکاس

Comments