دفاع وزرات: هلمند کې ۲۱ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ هلمند: ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې له افغان ځواکونو سره نښته کې د ۲۱ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت نن خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون د ناوې ولسوالۍ په مومن خان سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ.
سرچینه زیاتوی، طالبان د افغان ځواکونو چې په فعال دفاعي حالت کې دي له سخت غبرګون سره مخ شول او د هوايي ځواک پر مټ یې پر طالبانو مرګوني ګذارونه وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې دفاع وزارت پرون هم د هلمند په ځینو ولسوالیو کې له طالبانو سره د نښتې او په کې د یو شمېر طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.
عبدالله اڅکزی

Comments