دفاع وزارت: ۲۷ وسله وال وژل شوي

comments 0

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې یې د عملیاتو او هوایي بریدونو پرمهال څلرویشت ساعتونو کې اوه ویشت وسله وال وژلي دي.
دفاع وزارت په خپره شوې اعلامیه کې لیکلي، د ملي اردو ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې شپږ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه لیکي، د ملي اردو کمانډو ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې دوه وسله وال وژل شوي او درې ټپیان شوي دي.
د سرچینې په خبره، ارزګان ولایت اړوند د خان آقا مکتب سیمه کې اته وسله وال وژل شوي او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
دغه راز دفاع وزارت وایي، هوايې بریدونو او ملي اردو ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یوولس وسله وال وژل شوي، یو بل ټپي دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments