دفاع وزارت: ۱۳ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – فراه: فرا او هلمند کې د افغان هوايي ځواکونو عملیاتو کې د طالبانو د یو سیمه ییز قوماندان په ګډون دیارلس طالبان وژل شوي او د هغوی یو موټر او څلور موټر سایکلونه هم له منځه تلي دي.
دفاع وزارت وايي، دغه هوايي بریدونه د فرا پشت رود ولسوالۍ او د هلمند نادعلي، نهر سراج او موسی قلا ولسوالیو کې شوي دي.
سرچېنې د وژل شوي سیمه ییز طالب قوماندان نوم ملا دین محمد ښودلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
امیر حسین سلجوقي

Comments