دفاع وزارت کې د فساد پر ۱۴۱۸ دوسیو کار روان دی!

comments 0

0 Views

د ملي دفاع وزارت معين غلام سخي احمدزي وایي چې شپږو مياشتو را په دېخوا، د فساد په اړه د پوځي افسرانو ۲۷۷ دوسيې څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.
نوموړی وایي چې د ملی دفاع وزارت هڅې پيل کړې ترڅو ددغه وزارت تشکيل له فساد تصفيه کړي او په ياده برخه کې جدي مبارزې تر سره کړي.
د ملي دفاع وزارت د مادي او لوژيستيکي او تاميناتو معین په وینا، هڅه کوي د دغه وزارت تشکيل له فساده تصفيه کړي او په همدې هدف يې د فساد په ۱۴۱۸ دوسيو، چې تر ۲ زرو ډېر کسان پکې شامل دي کار روان کړی، خو چارواکي زياتوي، د تيرو شپږو مياشتو په ترڅ کې يې د فساد ۲۷۷ دوسيې چې ډېری افسران پکې شامل دي، څارنوالۍ ته سپارلې دي. بل پلو د ملي دفاع وزارت ویاند (دولت وزیري) دا هم وايي، چې د راتلونکې يوې اونۍ په ترڅ کې به د وسله والو مخالفانو پر وړاندې ګڼ عمليات تر سره کړي او دوی به د افغانستان په هر ګوټ کې وځپل شي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply