دفاع وزارت: که طالبان اوربند ونکړي سخت به وځپل شي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان دفاع وزارت وایي تر هغه وخته وسله وال مخالفین هدف ګرځوي چې واقعي سولې او اوربند ته یې غاړه نه وي ایښي. دا خبره د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي وکړه.
اخوا په کابل کې د امریکا سفیر جان بس چې د کار موده یې په ختمېدو ده ویلي امریکا د تاوتریخوالي داسې کمښت یا اوربند غواړي چې افغان پوځیان هم پکې شامل وي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغان پوځیانو اوسنۍ جګړه د سولې د تامین لپاره ده.
د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل چې وسله والو مخالفینو د سولې په لور کوم ګام نه دی اخیستی.
“که چېرته مقابل لوری راځي او د سولې غوښتونکی وي خو داسې نښې نښانې تر اوسه پورې نه دي لیدل شوي. دوی (طالبان) ولې بیا هم بریدونو ته مخه کړې ده. دوی د پردیو لاسپوڅي دي د پردیو برنامې عملي کوي نو که چېرته په دې شکل باندې وي، زه فکر کوم د سولې راتګ بیا په دې لارې چې دوی اوس روان دي یو څه ستونزمن دی. دلته د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه تر هغه مهاله چې دوی واقعي سوله نه وي غوښتي، نو د خپلو خلکو د دفاع لپاره مجبوره دي چې دښمن هدف وګرځوي.”
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له طلوع نیوز ټلویزیون سره په یوه مرکه کې چې چهارشنبه خپره شوه وویل امریکا یواځې د ځان لپاره نه بلکې د افغان پوځیانو لپاره هم د تاوتریخوالي کمښت غواړي.
د امریکا سفیر جان بس په خپله وروستۍ مرکه کې ټینګار کړی: “تر دې مخکې چې امریکا بیا خپلې خبرې پيل کړي طالبان دې نه یواځې (امریکا) بلکې تر ټولو مهمه افغانانو ته چې هره ورځ په جګړه کې وژل کیږي ښکاره کړي چې اماده دي په عمل کې تغبیر راولي او د راتلونکې لپاره جلا لار غوره کړي.”
عبید رادپور

Comments