دفاع وزارت: کندهار او زابل کې د لس کړۍ ماینونو د چاودېدو مخه نیول شوې

comments 0

هندوکش ـ کابل: دفاع وزارت خبر ورکوي، چې د ملي اردو په کندهار او زابل کې لس حلقې ماینونه چې د وسلوالو طالبانو لخوا په عامله لارو کې اېښودل شوي و کشف او شنډ کړي.
د وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ماینونه د کندهار په ژړۍ، میوند، ارغنداب او شهرصفا ولسوالیو کې کشف او شنډ شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ماینونو د شنډولو پر مهال امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو پدې وروستیو کې د ماینونو خښول زیات کړي، چې زیات د ملکي وګړو پر موټرونو پسې چاوړنه کوي او مرګ ژوبله ورته اوړي.
عبید رادپور

Comments