دفاع وزارت- کندز کې د طالبانو پر غونډې برید کې ۳۱ تنه وژل شوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان دفاع وزارت وايي د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر یوې غونډې برید کړی دی.
دفاع وزارت نن جمعه اګست۲۸مه(وږې۷مه) ویلي چې یادو وسله والو پر امنیتي پوستو د برید پلانونو په حال کې و چې د افغان ځواکونو لخوا ورباندې برید وشو.
د افغانستان دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د افغان ځواکونو د برید په ترڅ کې د څلورو قوماندانو په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او شااوخوا ۲۴ نور ټپيان شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي: “په دغه برید کې د ۳۱ طالبانو په ګډون د عبدالله مشهور په هجران، خیرالله مشهور په قاري احمد، جعفر او قاري حفیظ په نومونو څلور طالب قوماندان وژل شوي دي.”
عبید رادپور

Comments