دفاع وزارت: چاڼیزو عملیاتو کې 18 وسله وال وژل شوي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي دفاع وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان امنیتي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ددولت مخالفې ډلې 32 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر پتنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.
دفاع وزارت وايي، په دې هوايي بریدونو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۴ نور ټپیان شوي دي او دغه راز د هغوی دوه پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments