دفاع وزارت: په ټول توان بنسټیزې پروژې ساتو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت د فراه جګړې ته د اوبو د مدیریت جګړې نوم ورکړی او ډاډ یې ښودلی چې په ټول توان به د زېربنايي پروژو ساتنه کوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، له ګاونډیو سره ستونزه نه لري او د ملي سرچېنو د ساتنې لپاره د هر چا ځواب ورکړي.
د اوبو او برښنا وزیر علي احمد عثماني بیا ویلي چې ایران له افغانستان سره سپین سترګي کوي او هغه اوبه چې افغانستان پکې حق لري، پر افغانستان یې بندې کړي، خو هغه اوبه چې افغانستان غواړي مدیریت یې کړي، ایران پکې ستونزې پيدا کوي.
د اوبو او برښنا وزارت وایي، د بخش اباد بند او نورو بندونو کارونه به په هیڅ ډول و نه دریږي او هغه هېوادونه چې له افغانستان سره د اوبو پرسر خبرې لري، نو د ډیپلوماتیکو لارو دې حل کړي.
د نظر خاوندان بیا وایي، ایران په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره لاسوهنې کوي او یواځې اوبه یې پلمه کړي دي.
د پرېمانه اوبو او بندونو سربېره په لوېدیځه حوزه کې د فراه ستراتېژیک موقعیت، د نشه يي توکو قاچاق، ګمرک کې فساد او د حکومت کمزوری مدیریت، هغه لاملونه دي چې فراه یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments