دفاع وزارت: په لسو عملیاتو کې دداعش ډلې 1500 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په تیرو څو میاشتو کې ختیځ سیمو کې د ملی امنیتي ځواکونو له خوا داعش ډله سخته ځپل شوې.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې یوازې د ننګرهار په ولایت کې د دغې ترهګرې ډلې پر ضد له لسو زیات پراخ پوځي عملیات تر سره شوي چې له امله یې د داعش د دوو مشرانو حافظ سعید او مولوي حسیب په ګډون د دغې ډلې 1500 تنه غړي وژل شوي او 800 نور یې ټپیان دي.
دغې ډلې چې 1394 کال کې افغانستان کې کار پیل کړې افغانستان کې له هغو سختو ګوزارونو سره مخامخ شوي چې دوې یې هیڅکله هم تمه نه لرله.
داعش ډله چې افغانان یې پردۍ پدیده بولي او له هغوی کرکه کوي، همدا اوس هم داسې رپوټونه شته چې د ننګرهار ولایت حصارک، شیرزاد، خوګیاڼیو، چپرهار او پچیراګام ولسوالیو کې خلک راپاڅیدلي او د داعش ډلې پر ضد یې غږ پورته کړی او د دولتي ځواکونو په څنګ کې دریدلي دي.
دغه ډله د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو خلاف چې ویلي یې دي هر ماشوم باید زده کړې وکړي او د اتلسو کالو څخه د ټیټ عمر کسان باید د جګړو په لیکو کې و نه ګمارل شي، ماشومان ترهګریزو اعمالو ته هڅوي او ښوونځيو ته د تګ پر ځای یې د ښوونځیو د ړنګولو او ورانولو لپاره روزي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې اوس مهال دغه ترهګره ډله ځپل شوې او د تورې بورې په ګدون ننګرهار ولایت ولسوالیو نه په تیښته کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې افغان ملي پوځ د طالبان منصوري عملیات هم افغانستان کې شنډ کړې او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply