دفاع وزارت: په غزني کې به ډیر ژر اوسنۍ وضعیت بدل شي

comments 0

هندوکش – کابل: تیره شپه غزني کې د وروستیو نا امنیو په اړه د وسله والو ځواکونو د اعلې سرقوماندانۍ غونډه ترسره شوې او جمهور ریس محمد اشرف غني امر کړې چې تازه دمې سرتیري غزني ته واستول شي .
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، ولسمشر محمد اشرف غني په دې غونډه کې د غزني له والي، امنيي قوماندان او د ۲۰۳ تندر قل اردو له قوماندان سره خبرې وکړې.
په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د غزني قومي مشران، مدني فعالان او یو شمېر ځوانان نن په کابل کې د غرني ښار د روان وضعیت په اړه مظاهره وکړي.
د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني په دې رسنیو ته ویلي چې طالبانو په غزني کې جګړه پراخه کړې ده او حکومت يې باید د مخنیوي لپاره بیړني او جدي ګامونه پورته کړي.
بل لور ته دفاع وزارت وايي، تر راتلونکو دوه ورځو پورې به په غزني کې وضعیت بدل شي.
دفاع وزارت وايي، ملکیانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو د مخنیوي لپاره په غزني کې د طالبانو پر ضد عملیات ورو پرمخ ځي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments