دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۸ دولت ضد وسله وال وژل شوي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان دفاع وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان امنیتي ځواکونو په ګدو عملیاتو کې د دولت مخالفې ډلې 71 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ، عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ننګرهار، غزني، لوګر، ارزګان، فراه، فارياب، بغلان، تخار، کندز، بدخشان او هلمند ولايتونو کې په لاره اچول شوي وه.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاند هم د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې دداعش وسله والې ډلی 20 غړي ننګرهار کې وژل شوي او 13 تنه ټپیان شوي دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments