دفاع وزارت: په تیرو 24 ساعتونو کې په هیواد کې لږ تر لږه 14 ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش – کابل: د ملی فاع وزارت وایی، د هیواد امنیتي ځواکونو عملیات چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د یو تن ولسوال او ۲ تنو قوماندانانو په ګډون ۱۱۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي دي، ۳۰تنه ټپیان او ۷ تنه ژوندي نیول شوي دي.
د ملی دفاع وزارت په خپله ویب پانه کې لیکلی دي:
«دغه ګډ عملیات د ننګرهار، نورستان ُ کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، لوگر، کندهار ، زابل ارزګان ،بادغیس، غور، فاریاب، بغلان ، سرپل، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې يې د فریاب ولایت د غورماچ په ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا امرالله او یو تن سیمه ایز قوماندان ملا جمعه ګل په شمول ۵۹ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۳ موتر او ۱۶ موتر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د جوزجان ولایت د آقچې په ولسوالۍ کې ۱۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان ، د غور ولایت د چهار صدې په ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان او د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان شاهد په ګډون ۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي ».
دفاع وزارت همدا راز زیاتوي:
« په یادو عملیاتو کې د پکتیا ولایت د جاني خیلو په ولسوالۍ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان ، د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او ۵ تنه ټپیان ، د زابل ولایت د شاه جوي په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه نور ژوندي نیول شوي دي ، د کندز ولایت د مرکز زرخرید په سیمه کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یوتن ټپي دی او د نورستان ولایت و کامدیش په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي».
د یادونی وړ ده چې په دې ورستیو کې د تروهګرو تلفات د پخوا به پرتله دیر شوي دی.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply