دفاع وزارت: په تیرو 24 ساعتونو په هیواد کې لږ تر لږ 77 ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – کابل: د ملی فاع وزارت وایی، د هیواد امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول 48 تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او 29 تنه ټپیان او 4 نو نیول شوي دی .
د ملی دفاع وزارت په خپل ویب پانه کې لیکلی دي: «دغه ګډ عملیات چې ملاتړد ننګرهار،لغمان، کاپیسا، پکتیا پکتیکا، لوګر ، کندهار، ارزګان فاریاب، بلخ او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ په ولسوالۍ کې ۱۳ تنه طالب تروریستان وژل شوي او ۸ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د غزني ولایت د آب بند او واغظ په ولسوالیو کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان او ۲ موټر له منځه وړل شوي ، د هلمند ولایت د نهر سراج او سنګین په ولسوالیو کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي ، ۲ تنه ټپیان او یو موټر له منځه وړل شوی او د ننګرهار ولایت د لعلپورې په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي ، ۴ تنه نیول شوي او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي».
په ویبپاڼه کې لیکل شوی :« په یادو عملیاتو کې پکتیکا ولایت د متاخان او ارګون په ولسوالیو کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، ۶ تنه ټپیان ، یو موټر او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د فاریاب ولایت د شرین تګاب په ولسوالۍ کې ۳تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان، د لوګر ولایت د برکي برک په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د زابل ولایت د شهر صفا په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي ».
د یاد وزات په وینا ، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ چاڼیز ، ۲۳خاص کماندویي اویو شپنی عملیات د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې په لاره اچول شوي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۰۱پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۱۱هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.
د دی وزارت په وینا ، په دی ورستیو کې د تروهګرو تلفات د پخوا به پرتله دیري شوي دی.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply