دفاع وزارت: په تیر 24 ساعتونو په هیواد کې لږ تر لږ 94 ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملی فاع وزارت وایی، د هیواد امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، 51 تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ،43 تنه ټپیان شوي دی .
د ملی دفاع وزارت په خپل ویب پانه کې لیکلی دي:
«دغه ګډ عملیات ملاتړد ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، ارزګان، بادغیس، فاریاب، بغلان، بلخ او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د ارزګان ولایت د خاص ارزګان او دهراوود په ولسوالیو کې ۱۸ تنه طالب تروریستان وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان، دغزني ولایت د ده یک او اندړو په ولسوالیو او مرکز په اړوند سیمه کې ۱۷تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان، د کندهار ولایت د خاکریز په ولسوالۍ کې ‍۱۱ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او ۱۷ تنه ټپیان او د پکتیا ولایت د جاني خیلو په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي ».
د یاد وزات په وینا ، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ چاڼیز ، ۱۷خاص کماندویي اویو شپنی عملیات د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې په لاره اچول شوي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۹۱ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۱۵هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.
د دی وزارت په وینا ، په دی ورستیو کې د تروهګرو تلفات د پخوا به پرتله دیري شوي دی.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply