دفاع وزارت: په تیر 24 ساعتونو په هیواد کې لږ تر لږ 145 ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملی فاع وزارت وایی، د هیواد امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د یو تن ولسوال او ۲ تنو قوماندانانو په ګډون 90 تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، 55 تنه ټپیان او 2 تنه اسیر نیول شوي دی .
د ملي دفاع وزارت په خپل ویب پانه کې لیکلی دي:
«دغه ګډ عملیات د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، زابل کندهار، ارزګان، فراه ، بادغیسر، فاریابر، بغلان ، بلخ ، تخار او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د زابل ولایت د شملریو ، خاک افغان ولسوالیو او مرکز په اړوند سیمه کې د طالبانو د ۳ تنو سیمه ایزو قوماندانانو په شمول ۴۲ تنه طالب تروریستان وژل شوي ، ۵ تنه ټپیان او ۲ تنه نیول شوي، دغزني ولایت د قره باغ او زنه خان په ولسوالیو کې ۱۲تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۱۵ تنه ټپیان ، یو موټر او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي ، د هلمند ولایت د ګرشک او ناوې په ولسوالیو کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي ، ۵ تنه ټپیان او یو شمیر وسلي او مهمات له منځه وړل شوي او د بغلان ولایت د دوشي په ولسوالۍ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي ، ۱۳ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي ».
همدا راز وایی:
« په یادو عملیاتو کې د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۴ تنه ټپیان، د میدان وردګو ولایت د سید آباد په ولسوالۍ کې ۲ تنه د حقانی شبکې غړي وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی او د تخار ولایت د درقد په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي».
د یاد وزات په وینا، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ چاڼیز ، ۱۸خاص کماندویي اویو شپنی عملیات د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې په لاره اچول شوي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۹۹ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۲۴هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.
د یادونی وړ دی چې په دی ورستیو کې د تروهګرو تلفات د پخوا به پرتله دیري شوي دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply